کور / تفریح / د مریم غني فېلم د سانفرانسیسکو په نړۍ وال نندارتون کې وړاندې شو
مریم غني

د مریم غني فېلم د سانفرانسیسکو په نړۍ وال نندارتون کې وړاندې شو

د ولسمشر غني لور مریم غني له خوا جوړ شوی  یو مستند فېلم  د سانفرانسیسکو دنړۍ والو فیلمونو په نندارتون کې وړاندې شوی.

په دغه  فېلم کې د ١٩٧٨ نه تر ١٩٩٢ ورې د کمونیسیتی رژیم په دور کې هغه  فیلمونو لنډیز اخستې شویده چې سرته ونه رسیدل.

مریم غني وايي:” مایو پریکړه کړې وه چی دافغانستان ملی آرشیف دیجتل شی. نوماته اجازه راکړل شوه چی افغان فېلم چی اوس د جمهوری ریاست په ارگ کې دی وگورم. په دې توگه ډیر کسان کولی شی هغه ووینی”.

د مستند فېلم ” هغه څه چې موږ ناتمام پریښودل ” یوشمیر صحنی د کمونیسی رژیم د وخت داسی صحنی دی چی پخوانه وې ښودل شوی.

په دغه فېلم کې له ټولنیزو مسایلو نه نیولی له پاکستان سره تر استخباراتي جگړې پورې او ډیرنورمسایل لکه دمخدره موادو قاچاق، او له مجاهدینو سره جگړې پکې شاملې دي.

(سحرخبرونه)

 

 

داهم وګورئ

امیتاب بچهن

امیتاب بچهن مینوالو د هغې  د ناروغۍ په اړه خواشینې ښودلې

د بالیووډ مشهور لوبغاړی  امیتاب بچهن په خپل انسټاګرام لیکلي چې دی ناروغ دی، او …