کور / تفریح / د فوټبال راتکونکی نړيوال جام به قطر کې د ۲۰۲۲م کال په نومبر میاشت کې پیل شي
نړيوال جام

د فوټبال راتکونکی نړيوال جام به قطر کې د ۲۰۲۲م کال په نومبر میاشت کې پیل شي

د فوټبال نړيوال فدراسيون له اوږدو ناستو او غونډو وروسته په ۲۰۲۲م کال قطر هېواد کې د فوټبال نړيوال جام بشپړ مهالويش په ډاګه کړ.

ټاکل شوې ده د فوټبال نړيوال جام به د ۲۰۲۲م کال په نومبر مياشت کې پېل شي او تر ديسمبر مياشتې به دوام وکړي.

د نومبر مياشتې په ۲۱مه نېټه به افتتاحي سيالۍ د قطر په الخور ښار البيت لوبغالي کې چې د ۶۰ زره نندارچيانو ظرفيت لري، او د ديسمبر مياشتې په ۱۸مه نېټه د پلازمينې دوحې په لوسيل لوبغالي کې چې د ۸۰ زره نندارچيانو ظرفيت لري د فوټبال نړيوال جام پايلوبه ترسره کيږي.

د فوټبال نړيوال فدراسيون او د قطر عالي کميټې تنظيمې ادارې په ګډه د کرونا ويروس خطر او د قطر هېواد روغتيايي وضعيت له ارزولو وروسته د پريکړې اعلان وکړ.

په فوټبال نړيوال جام کې به د ۲۱ نومبر څخه تر ديسمبر ۲مې پورې هره ورځ څلور ګروپي سيالۍ ترسره کيږي، چې د افغانستان پر وخت به د ورځې ۱۲:۳۰، د مازديګر ۳:۳۰، د ماښام ۶:۳۰ او د شپې ۹:۳۰ بجې پېل کيږي.

دغه راز په ۱۶م پړاو کې به هره ورځ دوه سيالۍ ترسره کيږي چې د ديسمبر له دريمې تر لسمې به دوام وکړي، د ماښام ۵:۳۰ او د شپې ۹:۳۰ بجې به پېليږي.

په ۹م او ۱۰م کواټر پايلوبې، په ۱۳م او ۱۴م به نيمه پايلوبې ترسره شي، په داسې حال کې چې پايلوبه به د ديسمبر په ۱۸مه د شپې په ۹:۳۰ بجې پېل شي.

قطر به په عربي نړۍ او منځني ختيځ کې لومړی هېواد شي چېرته چې د فوټبال نړيوال جام ترسره کيږي. دغه هېواد د نورې نړۍ په پرتله ځانګړې ښکلا او ډيزاين داره لوبغالي لري.

په اسيايي هېوادونو کې د نړيوال جام غوراوي سيالۍ پېل شوي خو په اروپايي او ځينو نورو هېوادونو کې لا هم نه دي پېل. د نړيوال جام سياليو پچه به د ۲۰۲۲م کال مارچ مياشت کې ترسره کيږي.

داهم وګورئ

د بالیووډ سېنما نامتو اداکاره کنګنا رناوت په خپل ژوند فلم جوړوي

د بالیووډ سېنما نامتو او مشهوره فلمي اداکاره کنګنا رناوت په خپل ژوند خپله فلم …