کور / نړۍ / د روغتیا نړیوال سازمان: اروپایي هېوادونه باید د کرونا ویروس مخنیوي لپاره چمتوالی ونیسي

د روغتیا نړیوال سازمان: اروپایي هېوادونه باید د کرونا ویروس مخنیوي لپاره چمتوالی ونیسي

د روغتیا نړیواله اداره اروپایي هېوادونو ته خبرداری ورکوي چې د ژوند خوندیتوب لپاره د سختو بندیزونو لګولو لپاره چمتوالی ونیسي.

دغې ادارې لخوا په اروپا کې میلیونونو خلکو ته ویل شوي چې د کورونا وبا د دویمې څپې د کنټرول لپاره اړتیا ده چې وګړي سخت ژوند ومني.

په ورته مهال د فرانسي روغتیایي چارواکو د دغه هېواد په پایتخت پاریس او تو نورو ښارونو کې د د سختو بندیزونو خبر ورکړی دی.

په فرانسه کې د پنجشنبې ورځ ۳۰ زره ۶۲۱ کسان په کورونا اخته شوي دي  او تر دې یوه ورځ مخکې پرې ۲۲ زره ۵۹۱ کسان کورونا شوي وو. پر فرانسه سربېره ایټالیا، پولنډ او جرمني کې هم د معاینې له پیلېدو راهیسې اول ځل په یوه ورځ کې د نویو اخته کسانو شمېر خورا لوړ برید ته رسېدلی دی.

بل لور ته په امریکا کې د کورونا ناروغانو شمېر تر ۸ میلیونو واوښت او په دغه هېواد کې له دې وبا څخه تر دامهاله د مړو شمېر تر ۲۰۰زره څخه اوښتی دی. روسیه کې هم د کورونا وېروس له پیلېدو راهیسې په لومړي ځل د ډېرو کسانو مړینه تایید شوې چې شمېر یې ۲۸۶ ته رسېږي.

په اروپا کې له کورونا د ورځې تر زرو ډېر کسان مري او په دا مهال د روغتیا نړیوالې ادارې پر اروپايي حکومتونو غږ کړی چې لاس په کار شي.

داهم وګورئ

د ټرمپ د کرونا ویروس پایله منفي ده

ټرمپ له کورونا تر رغېدو وروسته په خپله لومړنۍ کمپایني غونډه کې برخه اخیستې ده. …