کور / افغانستان / د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په اسلام اباد له خپل پاکستاني سیال سره وکتل
روسیې 

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په اسلام اباد له خپل پاکستاني سیال سره وکتل

تېره ورځ د روسیې  د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی آستازی ضمیر کابلوف آسلام آباد ته تللي او هلته یې د پاکستاني لوري سره پر افغان سوله خبرې اترې روانې دي.

د روسیې د بهرنیو چاروز وزارت ویلي، “روسیه د یوې سیاسي هوکړې او د طالبانو په ګډون افغانستان کې د ټول شموله حکومت د رامنځته کېدو له لارې دغه هېواد کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره سترګې پر لاره ده”.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، له خپل روسي سیال سره یې هوکړه کړې مسکو او اسلام اباد به د افغان سولې په تړاو ګډې هڅې کوي.

د پاکستان له بهرنیو چارو وزارت څخه‌ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د بهرنیو چارو وزیر «شاه محمود قریشي» نن له خپل روسي‌ سیال «سرګي لاوروف» سره لیدلي‌ او د افغان سولې پروسې او دوه اړخیزو اړیکو په تړاو ورسره غږېدلی.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې په دې لیدنه کې دواړه لورو هوکړه کړې چې دوه اړخیزې همکارۍ به پراخوي او د افغانستان د سولې پروسې په ګډون په ټولو موضوعاتو کې به همغږې هڅې کوي.

روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې امریکا په سیمه کې د ثبات ګډوډولو هڅه کوي خو ټینګار یې کړی دی چې دوی به نور د دغه هېواد پر پاروونکو اقداماتو چوپ پاتې نه شي.

ورته مهال سرګي‌ لاوروف هم د افغان سولې په پروسه کې د پاکستان رول بارز او اړین بللی او له دې هیواد یې مننه کړې، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین په برخه کې یې همکاري کړې.

دغه لیدنه وروسته له هغه ده، چې دوې اوونۍ وړاندې مسکو د «ټرویکا» د ناستو په دوام د افغان سولې په تړاو ناسته راوبلله او د طالبانو او حکومت د استازو تر څنګ د سیمې یو شمېر هیوادونو او امریکا برخه پکې واخیسته.

(سحرخبرونه)

 

داهم وګورئ

افغان سوله

افغان سوله: مذاکراتي ټيمونو ته د توافق لپاره اصول سپارل شوي

‏د افغانستان ملي مصالحې عالي شورا د سولې طرحو د توحید کمیټې له لسګونو طرحو …