د راپور له مخې، د جرمني هېواد د وینې لخته کېدو له امله ۶۰ کلونو کم عمره کسانو ته د کووېډ-۱۹ پرضد د استرازینکا واکسین وځنډاوه.
جرمني هېواد د کورونا ضد واکسین انترازینیکا واکسین باندې محدودیتونه لګولي دي، په دغه هېواد کې روغتیایي چارواکي وایي چې دا واکسین له ۶۰ کلونو کم عمره کسانو په بدن کې د وینې د لښته کېدو سبب کېږي.
د جرمني د درملتوکو څار اداره وايي، هغو ۲.۷ میلیون کسانو کې یې د وینې لښته کېدو ۳۱ پېښې یې موندلې چې استرازنکا واکسین یې کړی و.
کاناډا کې هم له دې مخکې تر ۵۵ کلونو کمعمره کسانو ته د دې واکسین ور کول بند شوي دي.
خو استرازنکا وايي، په نړیواله کچه د درمل خوندیتوب څارونکو موندلې چې تر خطر د دې واکسین ګټې پام وړ دېرې دي.
په ورته مهال د اروپا درملتوکو ادارې او د بریتانیا د روغتیايي محصولاتو او درملتوکو ادارې ټینګار کړی چې د استرازنکا واکسین ګټې د هغه تر جانبي عوارضو ډېرې دي.
(سحرخبرونه)