کور / لوبی / د بنلګور لوبډلې پرونۍ لوبه کې سنرایزر حیدراباد ته ماته ورکړه

د بنلګور لوبډلې پرونۍ لوبه کې سنرایزر حیدراباد ته ماته ورکړه

د پرونۍ لوبې پچه سنرایزر حیدراباد لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه.

رایل چیلنجرز لوبډلې د پنځو لوبغاړو په زیان سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۶۳منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې د سنرایزر حیدر آباد لوبډلې توپوهنه پیل کړه چې د شلو اورونو په لوبولو سره یې یوازې ۱۵۳منډې وکړې او په یاده سیالۍ کې یې بنګلور لوبډلې ته د لسو منډو په توپیر ماته ومنله.

د بنلګور لوبډلې لپاره چاهال ښه توپ اچونه وکړه چې د درې لوبغاړو په سوځولو سره یې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

تر دامهال په دغه لیګ درې لوبې شوې دي چې لومړۍ چینایي سوپر کینګز، دوېمه دهلي کیپټلز او درېیمه لوبه رایل چیلنجرز بنګلور لوبډلې ګټلې ده.

د یادونې ده، چې په دې سوداګريزو سيالیو کې درې افغان لوبغاړي محمد نبي، راشدخان او مجيب الرحمن هم لوبېږي.

داهم وګورئ

جعفر هاند د کرکټ افتخاري سفير ټاکلی شوی دی

د افغانستان کرکټ بورډ ليکوال او خبریال جعفر هاند د افغان کرکټ بورډ له خوا …