کور / تفریح / د بالیوډ سینما ستوري سوشانت سینګ ځان وژنه کړې

د بالیوډ سینما ستوري سوشانت سینګ ځان وژنه کړې

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د بالیوډ سینما وتلې ستوري سوشانت سینګ ځان وژنه کړې ده.

هندي پولیسو ویلي،چې پرون د سوشانت مړی یې په کور ځوړند موندلی او په وینا یې پېښه تر څېړنې لاندې ده.

راجپوت په ۲۰۱۳ میلادي کال کې فلمي نړۍ ته راغلی او تر هغه وړاندې یې په سیریالانونو او ټلویزیونونو کې کار کاوه.

په هند کې سینمايي ستوریو او د فلم یو شمېر جوړوونکو او ډایرکټرانو د هغه په مرګ خواشینې ښودلې ده.

د هند د سینما وتلي ستوري اکشی کمار په خپل ټویټر کې لیکلي دي: “رښتیا وایم. دې پېښې هک حیران کړی یم او هېڅ نشم ویلی.”

هغه لیکلي دي‌ چې راجپوت یو ښه هنرمند و او کورنۍ ته یې تسلیت وایم.

یاده دې وي چې تر اوسه د نوموړي د مړینې لامل معلوم نه دی.

داهم وګورئ

نړيوال جام

د فوټبال راتکونکی نړيوال جام به قطر کې د ۲۰۲۲م کال په نومبر میاشت کې پیل شي

د فوټبال نړيوال فدراسيون له اوږدو ناستو او غونډو وروسته په ۲۰۲۲م کال قطر هېواد …