کور / تفریح / د بالیووډ سېنما نامتو اداکاره کنګنا رناوت په خپل ژوند فلم جوړوي

د بالیووډ سېنما نامتو اداکاره کنګنا رناوت په خپل ژوند فلم جوړوي

د بالیووډ سېنما نامتو او مشهوره فلمي اداکاره کنګنا رناوت په خپل ژوند خپله فلم جوړوي.

نوموړې داسي مهال په خپل ژوند فلم جوړوي، چي په بالیووډ سېنما کي د افرادو پر رشتنيو کیسو د فلمونو جوړول ډېر سوي دي. ویل کیږي، اوس وخت کي هغه فلمونه ډېره ګټه کوي او کتل کیږي، چي د افرادو د رشتني ژوند پر کیسو جوړیږي.

اینډیا ټایمز په خپل یوه راپور کي د فلمي اداکارې کنګنا رناوت له خولي لیکلي دي، چي هغه غواړي پر خپل ژوند خپله فلم جوړ کړي، هغه ویلي دي، چي دا کار ځکه خپله کوي، ځکه ژوند کي يي چي څه ليدلي او کوم څه پرې تېر سوي دي او همدا راز د هغې د مبارزې او ستونزو په تړاو به بل کس د هغې د ژوند کیسه ښه بيان کړای نه سي. نوموړې دا هم ویلي، چي د فلم مرکزي رول به د هغي خور رنګولي تر سره  کوي.

نوموړې همدا راز ویلي دي، چي د هغې د خور رنګولي چندیل ژوند هم يوه کيسه ده، ځکه چي هغه په خپله هم د تېزاب د حملې ښکار سوې وه. هغه وايي چي موږ دواړو خويندې له يو بل طاقت ترلاسه کوو او د يو بل په درد او ستونزو ښه پوهېدلی سو. اما راپور کي دا نه دي ویل سوي چي د فلم لپاره نور کوم اداکاران انتخاب سوي او نه هم د فلم د خپریدو نېټه روښانه سوی.

داهم وګورئ

نړيوال جام

د فوټبال راتکونکی نړيوال جام به قطر کې د ۲۰۲۲م کال په نومبر میاشت کې پیل شي

د فوټبال نړيوال فدراسيون له اوږدو ناستو او غونډو وروسته په ۲۰۲۲م کال قطر هېواد …