کور / نړۍ / د امریکا په ټاکنو کې د ایران او روسیې د مداخلې ادعا شوې ده

د امریکا په ټاکنو کې د ایران او روسیې د مداخلې ادعا شوې ده

د امریکا د ملي امنیت مشر جان رتکلیف وايي چې ایران او روسیې سر له اوسه د امریکا په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د مداخلې هڅې پيل کړې دي.

د امريکا د ملي امنيت مدير او دغه راز د امريکا د فدرالو پوليسو يا اف بي ای مدير دواړو ويلي چې ايران څلورو ايالتونو ته د خبرداري برېښنا‌ليکونه لېږلي، تر څو په رايه‌ورکوونکو کې وېره خپره کړي.

دوی دواړو خبرداری ورکړی چې که هر هېواد د امريکا په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي، لويه بيه به يې پرې کړي.

دوی دغه راز رايه‌ورکوونکو ته ډاډ ورکړی چې د ايران او روسيې د شومو هڅو سره سره به د دوی رايې په دقیق ډول شمېرل کېږي.

د امريکا د ملي امنيت او اف بي ای مديرانو داسې مهال دا خبري غونډه ور وبلله چې د امريکا په څلورو ايالتونو په ځانګړي ډول فلوريدا او پنسلوانیا کې چې د ډونالډ ټرمپ او جوبايدن تر منځ ټاکنيزه سيالي پکې ډېره نېږدې ده، ديموکراتو رايه ورکوونکو د خبرداري برېښناليکونه ترلاسه کړل.

(سحرخبرونه)

 

داهم وګورئ

د جان هاپکېنز پوهنتون : امریکا کې کرونا له کبله د مړو شمیر له ۲۵۶ زرو واوښت

د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر ۱۲ میلیونه ډېر …