کور / افغانستان / خلیلزاد د افغان سولې په تړاو یو ځل بیا د څلورو هېوادونو ته سفر پیل کړو
خلیلزاد

خلیلزاد د افغان سولې په تړاو یو ځل بیا د څلورو هېوادونو ته سفر پیل کړو

افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازي زلمي خليلزاد، د افغان د سولې په تړاو یو ځل بیا پاکستان، هندوستان، افغانستان او چین ته خپل سفر پیل کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په يو بيان کې ويلي خليلزاد به دا ځل افغانستان، پاکستان، هندوستان او چين ته سفرونه وکړي او دا سفر به د جنوري مياشتې تر ۲۱ نيټې پورې دوام ولري.

خبر پاڼه زیاتوې چې په دغه سفر کې له خليلزاد سره يو شمېر نور چارواکي هم ملګرتیا کوي او په خپلو ليدنو کې به پر افغان سولې په تړاو خبرې اترې وکړي.

له دغه سفر مخکې ټاکل شوې وه چې په قطر کې د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې د مخامخ خبرو اترو پنځم پړاو ترسره شي، خو ويل کېږي چې د خبرو پر اجنډا د دواړو لورو د اختلافاتو له امله دا بیرته لغوه شوې ده.
(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

مایک پمپیو : امریکا له افغانستان سره د کال شپږ سوه میلیونه ډالر مرسته کوي

امریکا وايي له افغانستان سره یې نیمايي مرستې د سولې په برخه کې په پرمختګونو …