کور / افغانستان / د افغان سولې په اړه د افغانستان، امریکا او روسیې ګډه ناسته
افغانستان

د افغان سولې په اړه د افغانستان، امریکا او روسیې ګډه ناسته

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه هېواد، امریکا او روسیې په درې اړخیزه ناسته کې د افغانانو په مشرۍ د سولې په بهیر او تېرو ۱۹ کلونو کې د افغانستان د لاسته راوړنو په ساتلو ټینګار وشو.

د دې وزارت د اعلامیې له مخې دا ناسته پرون( د جون۱۵) د سرپرست وزیر حنیف اتمر، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ د ویډیو کانفرنس له لارې وشوه:

“په دې ناسته کې مسکو او واشنګټن د افغان حکومت له خوا د طالب بندیانو خوشي کولو هرکلی شوی او د افغانانو خپلمنځي خبرو لپاره دا ګام ضروري بلل شوی دی”.

په دې ناسته کې د باور جوړولو او د خبرو لپاره د مناسبې چاپېریال رامنځ ته کولو په خاطر پر ښکېلو اړخونو د تاوتریخوالي کمولو غږ شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې دې غونډه کې د افغانستان پر هغې غوښتنې موافقه شوې چې له مخې یې باید د تاوتریخوالي کمولو لپاره یو میکانیزم جوړ شي او دا ډاډ باید تر لاسه شي چې د سولې بهیر کې هر لوری خپل مسؤلیت ترسره کوي

داهم وګورئ

مایک پمپیو : امریکا له افغانستان سره د کال شپږ سوه میلیونه ډالر مرسته کوي

امریکا وايي له افغانستان سره یې نیمايي مرستې د سولې په برخه کې په پرمختګونو …