کور / لوبی / د آمو لوبډلې بوسټ ته ماته ورکړه

د آمو لوبډلې بوسټ ته ماته ورکړه

افغانستان د کورنیو سیالیو په چوکات کې د غازي امان الله خان لیسټ اې سيالۍ په کندهار دوام لري.

د دې سیالیو په دریمه لوبه کې تېره ورځ آمو بوسټ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په یاده لوبه کې پچه د امو لوبډلې کپتان جاوید احمدي ګټلې وه، خو لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

بوست هم په لومړۍ توپ وهنه کې ۵۰ اورونه په بشپړه توګه د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره ولوبول او امو لوبډلې ته یې په خپل ټول توان سره د ۲۱۷ منډو هدف وټاکه.

د بوسټ لپاره په توپ وهنه کې احسان الله جنت ۶۹ منير احمد کاکړ ۴۷ او ناصر جمال د درېو څلوريزو په مټ په ۹۸ توپونو باندې ۷۰ تر ټولو زياتې منډې جوړې کړې.

په مقابل کې آمو لوبډلې د لوبډلمشر جاويد احمدي د ۱۲۵ منډو په مټ ټاکل شوی هدف د لوبې په ۴۶ام اور کې د ۳ لوبغاړو په زيان پوره او لوبه یې وګټله.

د یادو سياليو په لومړۍ لوبه کې بند امير لوبډلې په شپږو ويکټو بوسټ لوبډلې ته او مس عينک لوبډلې د ۳۸ منډو په توپير سپين غر لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

صبغت الله

صبغت الله؛ د ۴۰ هېوادونو په کچه د ریاضي سیالیو افغان اتل

د هلمند ولایت اوسېدونکی کوچنی صبغت الله توانېدلی د څلویښتو هېواونو په کچه د ریاضي …