کور / افغانستان / خوشحال سعادت څارنوالۍ ته معرفي شوی
څارنوالۍ

خوشحال سعادت څارنوالۍ ته معرفي شوی

د ولسي جرګې د داخلي چارو او ملي امنیت کمیسیون د عامه ساتنې ملي تصدۍ مشر جنرال خوشحال سادات څارنوالۍ ته معرفي کړ.

د ولسي جرګې په یوه مکتوب کې راغلي چې خوشحال سعادت د وروستیو ګمارنو، مدیریتي کمزورتیا او د شویو شکایتونو ته د ځواب ویلو لپاره جرګې ته له ورتګ ډډه کړې ده، نو ځکه څارنوالۍ ته معرفي شوی دی.

په دغه مکتوب کې د کورنیو چارو وزارت څخه غوښتنه شوې چې د سعادت واک وځنډوي او د کمیسیون د پریکړې د پلي کیدو په اړه د ولسي جرګې استازو ته راپور ورکړي.

تر اوسه خپله خوشحال سادات او د کورنیو چارو وزارت په دې هکله کوم څه نه دي ویلي.

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

مایک پمپیو : امریکا له افغانستان سره د کال شپږ سوه میلیونه ډالر مرسته کوي

امریکا وايي له افغانستان سره یې نیمايي مرستې د سولې په برخه کې په پرمختګونو …