کور / افغانستان / خلیلزاد: که د سولې خبرې بې پایلې شي، نو د افغانستان حالت به له دې هم خرابه شي

خلیلزاد: که د سولې خبرې بې پایلې شي، نو د افغانستان حالت به له دې هم خرابه شي

د افغان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي   خلیل زاد امریکايي استازو ته ویلي، امریکا به هیڅ وخت اجازه ور نه کړي چې افغانستان کې د ۱۹۹۰ میلادي کال پېښې تکرار او افغان مشران په خپلو کې په جګړو اخته شي.

ښاغلي خلیلزاد چې د امریکا د کانګرس د ملي امنیت د اصلاحاتو فرعي کمېټې ناسته کې خبرې کولې زیاته کړه، که د سولې خبرې بې پایلې شي، نو د افغانستان حالت به له دې هم خرابه شي.

خلیلزاد وايي چې امریکا متحده ایالاتونه اجازه نه ورکوي چې افغانستان کې د ۱۹۹۰ زیږدیز کال حالت تکرار شي، خو زیاتوي چې امریکا د ښځو او اقلیتونو د حقونو له خوندیتوبه ملاتړ کوي، او پای کې به افغانان خپل هېواد به واک کې ولري.

د امریکا استازي همداراز ویلي چې افغانان باید خپله افغانستان کې د سولې راتګ لپاره هڅه وکړه او زیاته کړې یې ده چې د طالبانو د واکمنۍ د نسکورېدو یو لامل له نورو سره د یادې ډلې نه  جوړجاړی وو.

نوموړي همداراز ویلي:«‎‎په خواشینۍ سره چې افغان مشرانو د شوروي د لښکرو له وتلو وروسته مسوولانه چلن و نه کړی او کورنۍ جګړه پیل شوه. خو د خلیلزاد په وینا اوس امریکا افغانستان سره مرسته کوي، چې له دې تاریخي موکې ګټه پورته کړي او او هغه څه چې په نوي یمه لسیزه کې تېر شوي، مخنیوی یې وشي.»

که څه هم تر اوسه د دوی تر منځ مخامخ خبرې نه دي پیل شوې، خو دواړه لوري ډاډ ورکوي چې پر کړنلارې تر سلا کېدو وروسته به د مخامخ لړۍ پیل شي.

(سحرخبرونه)

 

داهم وګورئ

انتونیو ګوترس د غور موتر بم برید غندنه کړې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترس نن دوشنبه د تلې ۲۸ په غور ولایت کې …