کور / افغانستان / خلیلزاد د افغان سوله په اړه پاکستان ته ورسید

خلیلزاد د افغان سوله په اړه پاکستان ته ورسید

د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په ددو ورځني سفر پاکستان ته ورسید.

خلیلزاد به دغه سفر په مهال د پاکستان ملکي او پوځي چارواکو سره  لیدنه وکړي، و د سولې پر پروسې به خبري اتري کوي.

د امريكا د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه كې راغلي، خليلزاد د يوه پلاوي په مشرۍ د روانې ډسمبر مياشتې له دوهمې تر ۲۰مې نېټې له افغانستان، پاكستان، روسيې، ازبكستان، تركمنستان، بلجيم، متحده عربي اماراتو او قطر څخه ليدنه كوي.

سرچينه وايي، ټاكل شوې نوموړى له بېلابېلو چارواكو سره له افغان حكومت سره د سولې د خبرو مېز ته د طالبانو د راوستلو په اړه وغږېږي.

امریکا د افغان سولې په تړاو له پاکستان ژمنتیا او همکاري غواړي او پاکستان ته د خلیلزاد د سفر موخه هم دا ده.

خلیلزاد سره به په دې سفر کې یو لوړ پوړی پلاوی هم ملګری دي.(سحرخبرونه)

 

 

 

 

 

 

 

داهم وګورئ

مایک پمپیو : امریکا له افغانستان سره د کال شپږ سوه میلیونه ډالر مرسته کوي

امریکا وايي له افغانستان سره یې نیمايي مرستې د سولې په برخه کې په پرمختګونو …