کور / افغانستان / خليلزاد واشنګټن کې د افغان حکومت له سفیرې سره وکتل

خليلزاد واشنګټن کې د افغان حکومت له سفیرې سره وکتل

د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره شپه  په ټویټر پاڼه لیکلي چې د افغانستان د سولې لاره له کړاونو ډکه او په ګډه باید پدې لاره مخ په وړاندې لاړ شوو.

خلیلزاد وایي «په لومړي ځل مې د افغانستان له سفیرې رويا رحماني سره  سره ولیدل او د افغان سولې په اړه مې ورسره خبرې وکړې، دا لاره ستونزمنه او پېچلې ده، ددې لپاره چې مخ په وړاندې ولاړ شو ښايي چې په ګډه مزل وکړو»

ښاغلي خليل‌زاد د سولې پروسې ته په اشاره يادونه کړې، دغه لار چې ورباندې قدم اخلو، نه مستقيمه ده او نه اسانه ده.

دا په داسې حال کې دي چې افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب تیره اوونۍ د ملي امنیت شورا په غونډه کې د ګډون لپاره واشنګټن ته تللی و او هلته یې د خپلو خبرو پر مهال تور پورې کړ چې امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد طالبانو ته مشروعیت ورکوي، خو په بدل کې یې له د افغان حکومت مشروعیت اخلي.

په همدې حال کې ټاکل شوې نن د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړی استازی ضمير کابلوف، د افغانستان د سولې په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره وګوري.

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

مایک پمپیو : امریکا له افغانستان سره د کال شپږ سوه میلیونه ډالر مرسته کوي

امریکا وايي له افغانستان سره یې نیمايي مرستې د سولې په برخه کې په پرمختګونو …