کور / افغانستان / خليلزاد له افغانستانه د بهرنیو سرتیرو ايستلو مهالوېش د اعلان خبر رد کړې
خلیلزاد

خليلزاد له افغانستانه د بهرنیو سرتیرو ايستلو مهالوېش د اعلان خبر رد کړې

د افغان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو و زارت ځانګړى استازى زلمي خليلزاد وايي چې د امریکا له خوا  تر اوسه د افغانستانه خپل سرتیرو ایستلو مهالوېش په اړه هېڅ خبره نه ده شوې.

ښاغلي خلیلزاد په خپل ټويټر پاڼه لیکې چې د يوه پوسټ له لارې په دې اړه د ځينو طالب مشرانو څرګندونې په کلکه رد کړې دي.

خليلزاد وايي: ((د طالبانو ځينو مشرانو ادعا کړې چې ګواکې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو پر مهالوېش موافقه شوې ده، پرون يې نورو مشرانو هم په دې اړه څرګندونې کړې خو داسې هېڅ خبره نه ده شوې.))

د امريکا د بهرنيو چارو وزرات په اعلامیې کې راغلي چې د امریکا په پوځي ماموریت کې هر ډول بدلون به حالاتو ته په کتو راځي.

د يادونې ده، د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو په څو پړاو خبرو کې د امريکايي ځواکونو پر وتلو خبرې اترې شوي، خو تر اوسه کومې پايلې پریکړه نه ده شوې.(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

مایک پمپیو : امریکا له افغانستان سره د کال شپږ سوه میلیونه ډالر مرسته کوي

امریکا وايي له افغانستان سره یې نیمايي مرستې د سولې په برخه کې په پرمختګونو …