کور / افغانستان / خليلزاد د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ سره وكتل
سټولټنبرګ

خليلزاد د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ سره وكتل

د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د د پنجشنبې په ورځ د بلجيم په پايتخت بروكسل كې د ناټو له سرمنشي ينس سټولټنبرګ سره وكتل.

خليلزاد د د ناټو له سرمنشي سره تر كتنې وروسته د دغه سازمان د ۲۹ غړو هېوادونو له استازو سره په ليدنه كې د افغانستان د سولې او جمهوري رياست ټاکنو په تړاو خبرې وكړې.

د ناټو د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو پر بنسټ، د دې سازمان غړو هېوادونو د افغانستان د سولې په برخه کې د خليلزاد د هڅو ملاتړ اعلان كړ.

د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ وويل، د افغانستان د سولې په خبرو کې د ګاونډيو هېوادونو همکاري زياته مهمه ده.

هغه زياته كړه، پاکستان، ايران او روسيه بايد د افغانستان د سولې خبرو ملاتړ وکړي.

 ټاكل شوې چې دامريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد متحده عربي اماراتو او قطرته هم لاړ شي.(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

مایک پمپیو : امریکا له افغانستان سره د کال شپږ سوه میلیونه ډالر مرسته کوي

امریکا وايي له افغانستان سره یې نیمايي مرستې د سولې په برخه کې په پرمختګونو …