کور / افغانستان / پوليسو پخوانى قوماندان حکيم شجاعي د يوې نښتې پر مهال ټپي شوی
حکيم شجاعي

پوليسو پخوانى قوماندان حکيم شجاعي د يوې نښتې پر مهال ټپي شوی

د  اروزګان ولايت د سيمه ييزو پوليسو پخوانى قوماندان حکيم شجاعي  د يوې نښتې پر مهال  ټپي شوی او  مرستيال يې له ٢٠ نورو کسانو سره وژل شوى دې.

امنيتي سرچینې تائید کړې چې دغه پیښه  پرون اروزګان ولسوالۍ په حسيني کلي کې د يوې ښځې پر سر رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاتوې،سرچينې زياته کړه چې د ولسوالۍ له کُندلان کلي څخه يوه ښځه د حسيني کلي ته تښتېدلې وه، کله چې د کندلان کلي مشران حسيني کلي ته ورځي؛ نو هغوى پرې بريد کوي.

سمه ایز سرچینې واېې،چې هلته د دواړو لورو ترمنځ سخته نښته کېږي چې له امله يې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوړي.

د اروزګان والي اسدالله سعيد هم په خاص اروزګان ولسوالۍ کې ياده نښته او له امله يې اوښتې مرګ ژوبله تاييدوي، خو په دې اړه يې نور معلومات ورنه کړل.

قوماندان شجاعي پنځه کاله مخکې په ياده ولسوالۍ  کې د ملکي وګړو پر وژلو، ځورولو او ربړولو تورن شوى و، بيا د کورنيو چارو وزارت د هغه د نيولو امر هم کړى و، خو په کابل کې د ځينو سياسي مشرانو له خوا د هغه ملاتړ له امله دغه کار  ونه شو.(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

انتونیو ګوترس د غور موتر بم برید غندنه کړې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترس نن دوشنبه د تلې ۲۸ په غور ولایت کې …