کور / افغانستان / حکمتیار د پاکستان د پارلمان له مشر صادق سنجراني او غړو سره کتلي دي

حکمتیار د پاکستان د پارلمان له مشر صادق سنجراني او غړو سره کتلي دي

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د پاکستان د پارلمان له مشر صادق سنجراني او غړو سره کتلي دي.

دواړو لورو د افغانستان پر سوله او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اړیکو خبرې کړې.

لیدنه کې ښاغلي سنجراني ويلي هڅې روانې دي چې افغانان د باندنیو مداخلې پرته د سولې هوکړې ته ورسیږي.

د پاکستان د پارلمان د نړیوالو اړیکو د کمیسیون مشر وایي هڅه کېږي، چې افغانان د بهرنیانو له مداخلې پرته په خپلو کې هوکړې ته سره ورسېږي، سوله وکړي او د جګړو د ختمولو لپاره یوه هوکړه رامنځته شي.

پاکستان ته د حکمتیاز سفر په ټولنیزو رسنیو کې د افغان کاروونکو غبرګونونه هم راپورته کړي دي.

د ټولنیزو شبکو یو شمیر افغان کاروونکي د حکمتیار دې خبرې سخت په غوصه کړي، چې ویلي یې دي پاکستان يې دویم کور دی.

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

مایک پمپیو : امریکا له افغانستان سره د کال شپږ سوه میلیونه ډالر مرسته کوي

امریکا وايي له افغانستان سره یې نیمايي مرستې د سولې په برخه کې په پرمختګونو …