کور / افغانستان / حنیف اتمر د ناټو له ملکي استازي سره پر افغان سوله خبرې وکړې

حنیف اتمر د ناټو له ملکي استازي سره پر افغان سوله خبرې وکړې

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر د ناټو له ملکي استازي سټيفانو پونتېکورو سره پر افغان سولې خبرې کړې دي.

د دغه وزارت ویاند ګران هېواد رسنیو ته وویل چې په دغه لیدنه کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ پر اوربند، د تاوتریخوالي په کمولو او پر داسې میکانیزم خبرې وکړي چې له مخې به یې ناټو د تاوتریخوالي کمولو باندې نظارت کوي.

« دبهرنیو چارو سرپرست وزیر ښاغلی حنیف اتمر د هغې لیدنې په ترڅ کې چې د ناټو له ملکي استازی سره یې درلوده، د نورو مسایلو ترڅنګ پر اوربند، د تاوتریخوالي د کمولو او پر یوه داسې څار مېکانیزم باندې خبرې وکړې چې د تاوتریخوالي په کمولو باندې نظارت وکړي او د ټولو خواوو د اعتماد او منلو وړ وي»

نوموړی زیاتوي چې د ناټو ملکي استازي په دوحه کې د دواړو پلاوو څخه وغوښتل چې ژر پر طرزالعمل خبرې پای ته ورسوي څو د  مذاکراتو بله مرحله پیل شي او یو بشردوستانه  اوربند ته زمیه برابره شي.

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

انتونیو ګوترس د غور موتر بم برید غندنه کړې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترس نن دوشنبه د تلې ۲۸ په غور ولایت کې …