کور / لوبی / حسین بخش صفري خپل روسي سیال ته ماتې ورکړه
بخش صفري

حسین بخش صفري خپل روسي سیال ته ماتې ورکړه

د ازادو سیالیو افغان لوبغاړي حسین ‌بخش صفري په مسکو کې خپل روسيي سيال ته ماتې ورکړه.

د مصالحې شورا د مشر عبدالله عبدالله او د جمهور رییس د دویم مرستیال سروردانش په ګډون ګڼو نورو چارواکو هغه ته د دې بریا مبارکي ورکړې ده.

د آزادو سیالیو افغان لوبغاړي حسین ‌بخش صفري تېره شپه په مسکو کې خپل روسيي سيال ته ماتې ورکړه.

ولسمشر اشرف غني حسین بحش صفري ته د بریا له امله مبارکي ویلې.
په ورته وخت کې د نوموړي بریا په ټولنیزو رسنیو کې هم د افغانانو د پراخې خوښۍ لامل شوې.

حسین بخش صفري لومړی افغان لوبغاړی دی چې د ایګل فایټنګ چمپیونشیب په سیالیو کې ګډون کوي.
نوموړی د افغانستان په ازادو سیالیو کې هغه تکړه لوبغاړی دی چې تر دې وړاندې یې هم افغانانو ته خوښۍ ور په برخه کړې دي.
ده په ۱۳۹۶ کال کې د جوجیتسو په سیالیو کې د سرو زرو مډال ګټلی و.

داهم وګورئ

میسي

میسي د برسلونا کلب لپاره تر ټولو زیاتې لوبې ترسره کړې

د نړۍ مشهور فوټبال ستوري لیونل میسي د هسپانوي کلب برسلونا لپاره په تاریخ کې …