کور / لوبی / جعفر هاند د کرکټ افتخاري سفير ټاکلی شوی دی

جعفر هاند د کرکټ افتخاري سفير ټاکلی شوی دی

د افغانستان کرکټ بورډ ليکوال او خبریال جعفر هاند د افغان کرکټ بورډ له خوا د کرکټ افتخاري سفير ټاکلی شوی دی.

د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې عمومي رئیس فرهان یوسفزي ویلي، هغه کسان چې د کرکټ په ډګر کې خدمت کوي او خبري پوښښ ورکوي، دوی یې ستایي او سپارښتنو ته یې درناوی لري.

د هغه په وینا دا کار یې ځکه کړی چې ښاغلی هاند لا ډېر وستایل شي او افغان کرکټ ته نور خدمت هم وکړي.

د کرکټ بورډ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې د دغه ادارې د عمومي رئيس فرهان یوسفزي له قوله راغلي:

هر هغه څوک چې د کرکټ لپاره خدمت کوي، کرکټ ته خبري پوښښ ورکوي، په اړوند یې څېړنه کوي او پر ځای نیوکې کوي، موږ د دوی کړنې ستایو او مثبتو سپارښتنو ته یې درناوی لرو.

د یادولو ده چې ښاغلي محمد جعفر هاند د کرکټ په اړه په خپل نوي کتاب کې د افغان کرکټ په اړه ډېر جالب او هر اړخیز معلومات راغونډ کړي، دا په ورته ډول کې لومړنی کتاب دی چې په دومره ښه ډول او ژور تحقیق او څېړنې سره لیکل شوی دی.

داهم وګورئ

صبغت الله

صبغت الله؛ د ۴۰ هېوادونو په کچه د ریاضي سیالیو افغان اتل

د هلمند ولایت اوسېدونکی کوچنی صبغت الله توانېدلی د څلویښتو هېواونو په کچه د ریاضي …