امریکايي رسنیو خبر ورکړی چې دغه هېواد کې په تېرو ۷ لسیزو کې د لومړي ځل لپاره یوه ښځه اعدام شوه.
مونټگومري په دې تور اعدام شوه چې په ۲۰۰۷ کال کې یې د امریکا له میسوري ښار څخه یوه ښځه چې د اتو میاشتو
حامله هم وه تښتولې وه او تر وژلو وروسته یې د هغې له خېټې څخه ماشوم ژوندی را وېستلی وو.
رویټرز خبري اژانس وایي، د امریکا فدرال ادارې له اوو لسیزو وروسته په دغه هېواد کې د اعدام حکم اجرا کړی.
پر دې مېرمنې تور پورې شوی و چې یوه حامله ښځه یې وژلې وه او د هغې زوی یې له ځان سره وړی و.
دا مېرمن په ۲۰۰۷ میلادي کال کې پر اعدام محکومه شوه.
(سحرخبرونه)