کور / افغانستان / تخار: د امنیتي ځواکونو هوايي برید کې ۱۲ ملکیان وژل شوي دي

تخار: د امنیتي ځواکونو هوايي برید کې ۱۲ ملکیان وژل شوي دي

د افغانستان شمال ختیځ ته په تخار کې ځاي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې په یوې مدرسې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا په هوایي برید کې ۱۲ کسان وژل شوي چې ډېری یې ماشومان دي.

دا برید د تخار ولایت مرکز تالقاتو ښار «هزاره قرلق» سیمه کې پر یو جومات په داسې مهال ترسره شوی، چې د سیمې ماشومان هلته په زده کړو بوخت وو.

د تخار د والي ویاند جواد هجري ددې پېښې په تایید سره ویلي، چې دا یوه «تیروتنه» وه. نوموړي په دغه هوايي برید کې د ۱۲ تنو وژل او ۱۸ نور ټپي کېدل منلي دي.

د تخار د ولایتي شورا منشي محمد اعظم افضلي ویلي، بمبار تېره ورځ مازدیګر شاوخوا ۳ بجې پر یوه جومات شوی، چې د سیمې ماشومان پکې د جومات ملا ته د سبق لپاره ورغلي وو.

دا هوایي بمبار داسې مهال کېږي چې تېره شپه یاد ولایت کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې نښتې شوي.

تېره ورځ د تخار عامې روغتیا رئيس سید عبدالله قیوم حیرت ویلي وو چې له یادو نښتو ورته ۳۷ جسدونه او اته ټپیان ور وړل شوي دي.

(سحرخبرونه)

 

داهم وګورئ

مایک پمپیو : امریکا له افغانستان سره د کال شپږ سوه میلیونه ډالر مرسته کوي

امریکا وايي له افغانستان سره یې نیمايي مرستې د سولې په برخه کې په پرمختګونو …