کور / لوبی / بېګ باش کې د مجیب جادوګره توپ اچونه

بېګ باش کې د مجیب جادوګره توپ اچونه

د اسټرالیا په سوداګریز لیګ بګ باش کې افغان لوبغاړي مجیب الرحمن نن په خپله توپ اچونه کې نړيوال حیران کړل.

د بګ باش لیګ په ۲۰مه لوبه کې مجیب الرحمن د هوبارت لوبډلې خلاف په ۴ اورونو کې د ۱۵ منډو په ورکولو سره ۵ لوبغاړي وسوځول.

مجیب د نړۍ لومړی نمبر بیټسمین ډېوېډ ملن هم وسوځوه.

د یادونې ده چې مجیب الرحمان د شل اوریزو سیالیو د توپ اچوونکو په نړیواله درجه بندۍ کې تر راشد وروسته دویم مقام لري.

د مجیب الرحمن ترڅنګ په دې بګ باش سیالیو کې افغان لوبغاړي راشدخان ، محمد نبي، کوچنی نوراحمد لکڼوال هم لوبېږي.

له مجیب او راشد وروسته نور احمد لکڼوال هغه لوبغاړی دی چې دنړۍ په کچه یې نړیوال لوبو ته حیران دي.

لکڼوال یواځینی لوبغاړی دی چې په ډېر کم عمرکې په دومره لوی سوداګریز لیګ کې لوبېږي.

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

ننګرهار او لغمان ګرېډ تري لوبو ته لوبډلې اعلان کړې

د کرکټ بورډ مسوولانو تېرماښام وویلې چې ټاکل شوې د جنورۍ په ۲۲ مه دریمه …