کور / افغانستان / بلخ ولایت کې ۴۵ تنه د جنايي جرمونو په تور نیولي شوي
بلخ ولایت

بلخ ولایت کې ۴۵ تنه د جنايي جرمونو په تور نیولي شوي

کورنیو چارو وزارت وايي، په بلخ ولایت کې ۴۵ تنه د جنايي جرمونو د ترسره کولو په جرم ونیول شول.

کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، د بلخ ولایت امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې

د مبارزې پولیسو په اخره یوه اوونۍ کې ۴۵ تنه يې د جنايي جرمونو په تړاو په خاصه توګه د وسله وال غلاو او قمار په جرمونو نیولي دي.

دا خبرپاڼه زیاتوي، یوه د وسله والو ډله چې غوښتل د مزارشریف ښار نهمې حوزې اړوند سیمو کې غلاوې وکړي

د پولیسو لخوا ونیول شو.

دا په داسې حال کې ده چې دې نن په یوه بلې خبر پاڼه کې زیاته کړې وه چې په کابل، تخار، ننګرهار او هلمند کې

د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تور نیولي وې.

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

ملګري ملتونه:د کرونا له کبله به دوه میلیارده خلک له خوار ځواکۍ سره مخ شي

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د کوویډ ـ۱۹ ناروغۍ د ناوړه اقتصادي اغیزو له کبله …