کور / افغانستان / بدخشان : لاسي بم د چاودنې له امله ۱۵ تنه ټپیان شوي

بدخشان : لاسي بم د چاودنې له امله ۱۵ تنه ټپیان شوي

د بدخشان امنیتي مسوولین وایي، چې په دې ولایت کې په یو واده کې د لاسي بم د چاودنې له امله ۱۵ تنه ټپیان شوي.

د بدخشان د امنیه قومندانۍ ویاند ثناءالله روحاني رینیو ته ویلي، چې دا پېښه تېره شپه ۱۰:۰۰ بجې د ښار په پینځمه ناحیه کې شوې.

د نوموړي پر وینا یو ناپېژاند کس د واده پر مراسمو لاسي بم وغورځاوه او په خپله له سیمې وتښتېد، پولیسو د نوموړي د پېژندنې او نیولو لپاره پلټنې پیل کړي.

تر اوسه کوم چا ددې پېښې مسوولیت ندی منلی، خو ویل کېږي، چې دا پېښه به د شخصي عناد له امله رامنځ ته شوې وي.
بدخشان په دې وروستیو کې له ناامنه ولایتونو ګڼل کېږي.

تېره ورځ هم دې ولایت ته د امنیتي منسوبینو د وژل شویو کسانو ۱۳ تابوتونه ور وړل شوي وو.

د بدخشان د امنیه قومندانۍ ویاند ثناءالله روحاني رسنیو ته ویلي وو، چې په دې ۱۳ تابوتونو کې ور وړل شوي مړي د هغو امنیتي سرتېرو دي، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له طالبانو سره په جګړو کې وژل شوي.

نوموړي ویلي وو، چې د بدخشان له ۱۰ زیات امنیتي منسوبین په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ټپیان شوي هم دي.

د راپورونو له مخې دا کسان د زابل، هلمند، تخار، کندز او بدخشان په ولایتونو کې وژل شوي وو.

داهم وګورئ

انتونیو ګوترس د غور موتر بم برید غندنه کړې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترس نن دوشنبه د تلې ۲۸ په غور ولایت کې …