کور / نړۍ / باجوړ ایجنسۍ کې دوه پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
باجوړ ایجنسۍ

باجوړ ایجنسۍ کې دوه پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګه وايي، چې د ډېورنډ کرښې ته نېږدي د باجوړ سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر یوه پوسته وسله وال برید شوی دی.

باجوړ کې د پاکستاني پوځ چارواکي بابر افتخار په خبره نن سهار په یاده سیمه کې د پوځ پر یوه پوسته برید شوی چې په کې یو سرتیری وژل شوی او یو بل ژوبل ټپي دی.

د پوځ په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې ترهګر تر برید وروسته افغان خاورې ته پناه وړې ده.

د کارپوهانو په وینا پاکستان ځکه افغان خاورې ته د ترهګرو د اوښتو مسئله یادوي، چې دا هېواد غواړي د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې خپلو تحرکاتو ته توجیهات پیدا کړي.

داهم وګورئ

د ټرمپ د کرونا ویروس پایله منفي ده

ټرمپ له کورونا تر رغېدو وروسته په خپله لومړنۍ کمپایني غونډه کې برخه اخیستې ده. …