کور / لوبی / اى پي ايل لومړۍ لوبه د چيناى سوپرکېنګز لوبډلې وګټه

اى پي ايل لومړۍ لوبه د چيناى سوپرکېنګز لوبډلې وګټه

د هند غوره ليګ سيالۍ چې د کرونا وبا له کبله شاوخوا پنځه مياشتې وځنډيدې بالاخرهد شنبې په ورځ د سپتمبر په ۱۹مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې پېل شوي.

د هند په سوداګريز ليګ (اى پي ايل) په لومړۍ لوبه کې د چيناى سوپرکېنګز لوبډلې، ممبۍ انډينز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې لومړی توپوهنه ممبی انډينز لوبډلې ترسره کړ، چې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې ی  مقابلې لوبډلې ته ١٦٣ منډو هدف ورکړ.

که څه هم د چيناى سوپر کنګز لوبډلې په لومړیو کې ښه توپ وهنه ونه کړه خو د وروستيو لوبغاړو ښه ملګرتیا چينای لوبډله بريا ته ورسوله.

په دې لوبه کې د ډوپليسي او امباتي رايډو د ١١٥ منډو ملګرتيا د چينای د بریا لامل شوه.

چينای سوپرکېنګز لوبډلې دا لوبه  د ٥ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ، چې په کې  امباتي رايډو ٧١ ډوپليسي ٥٥ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه سام کران ته ورکړل شوه.

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

جعفر هاند د کرکټ افتخاري سفير ټاکلی شوی دی

د افغانستان کرکټ بورډ ليکوال او خبریال جعفر هاند د افغان کرکټ بورډ له خوا …