کور / تفریح / انوشکا شرما :خپل ځان له نورو سره مه پرتله کوئ
انوشکا شرما

انوشکا شرما :خپل ځان له نورو سره مه پرتله کوئ

د هندې سنیما نوموتې فلمي اداکارې انوشکا شرما خپلو مینه والو د د ټولنیزو رسنیو له لاري پیغام ورکړی، چي هیڅ کله خپل ځان له نورو سره مه پرتله کوئ او هر څوک د یو خاص څه لپاره پیداشوي دي او هر یو خاص دي.

د اینډيا ټایمز وېبپانې د راپور په حواله، اداکارې انوشکا شرما د پنج شنبې په ورځ له خپلو مینه والو سره په انلاین ډول یوه ناسته ترسره کړه.

هغې له خپلو مینه والو څخه وغوښتل چي یو داسي عادت شریک کړي، چي دوی ټولو د کورونا وایرس له امله د رامنځته سوي ګرځبندیز په وخت کي په خپله رامینځته کړی وي.

راپور کي ویل شوي دي، چي د هغې مینه وال ورته ویلي دي، چي هغوي په هیڅ څه کي ښه نه دی: د (رب ني بنا دي جوړي) فلم اداکارې د مشورې په ډول ورته ویلي دي:((هر یو ځانګړی دی، او د یو څه یا ډېر څه لپاره ښه دی. خپل ځان له نورو سره مه پرتله کوئ او خپله ارامتیا مه خرابوي.))

 

داهم وګورئ

نړيوال جام

د فوټبال راتکونکی نړيوال جام به قطر کې د ۲۰۲۲م کال په نومبر میاشت کې پیل شي

د فوټبال نړيوال فدراسيون له اوږدو ناستو او غونډو وروسته په ۲۰۲۲م کال قطر هېواد …