کور / افغانستان / انتونیو ګوترس د غور موتر بم برید غندنه کړې

انتونیو ګوترس د غور موتر بم برید غندنه کړې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترس نن دوشنبه د تلې ۲۸ په غور ولایت کې د پرونی موتر بم برید کلکه غندنه کړې، چې له لسګونه کسانو ته یې مرګ و ژوبله اړولې ده.

نوموړي په ډاګه کړې، چې هغه د افغانستان په غور ولایت کې د پولیسو پر مرکز برید بې ګټې بولي او غندنه یې کوي.

لومړني راپورونه ښیې، چې په دغه موتر بم چاودنه کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او په لسګونه نور د ښځو او ماشومانو په ګډون ټپیان شوي دي.

د ملګلرو ملتونو په اعلامیه کې دا هم راغلي: هغه څوک، چې دا ډول جرمونه کوي باید محاسبه ور سره وشي.

نوموړي د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواشیني څرګنده او ټپيانو ته یې د پوره روغتیا هیله کړې ده.

داهم وګورئ

مایک پمپیو : امریکا له افغانستان سره د کال شپږ سوه میلیونه ډالر مرسته کوي

امریکا وايي له افغانستان سره یې نیمايي مرستې د سولې په برخه کې په پرمختګونو …