کور / افغانستان / امریکا یو ځل بیا د سیاسي جوړجاړي له لارې د افغان شخړې پر پایته رسېدو تینګار کړی

امریکا یو ځل بیا د سیاسي جوړجاړي له لارې د افغان شخړې پر پایته رسېدو تینګار کړی

په کابل کې د امریکایي سفارت سرپرست راس ویلسن ویلي چې دوی هیڅکله د لنډمهالي حکومت ملاتړ نه دی

کړی او په خبره یې، هیله لري دواړه اړخونه داسې یو جوړجاړي ته سره ورسېږي چې د ټولو افغانانو هیلې منعکسې کړي.

په کابل کې د امریکا د سفارت سرپرست «راس ویلسون» پر ټويټر لیکلي، چې امریکا په افغانستان کې د سیاسي

جوړښت تامین ته ژمنتیا لري او د یوه ډیموکراټیک، سوله ییز، خپلواک او داسې افغانستان چې له ځان او ګاونډیانو سره ښې اړیکي ولري؛ په جوړېدو باندې ټینګار لري.

د ویلسون په خبره، دی او خلیلزاد له افغان چارواکو سره د سولې د روانو خبرو د چټکتیا او د جګړې د شدت د کموالي

لپاره هڅه کوي او د مؤقت حکومت په جوړېدو یې ټینګار نه دی کړی «موږ د مؤقت حکومت له جوړېدو پلوي نه ده کړي

او نه یې هم د امریکا متحده ایالات کوي.د افغان سولې پایله په افغانانو پورې اړه لري او ټینګار مو دادی چې د سولې

د خبرو په پایله کې باید د افغانانو هیلې انعکاس شي.»

د امریکا د سفارت د سرپرست له لوري پورته څرګندونې وروسته له هغه دي، چې یو څو ورځې وړاندې یو شمېر

خبري سرچینو راپور ورکړ چې د کابل حکومت مشر «اشرف غني» له دې ویرې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا

ځانګړی استازی «خلیلزاد» به ورته د مؤقت حکومت طرحه وړاندې کړي؛ له نوموړي سره له لیدلو ډډه کړې.

د خبري سرچینو په حواله، د مؤقت حکومت طرحه د خلیلزاد له لوري د کابل حکومت له نورو چارواکو سره هم شریکه کړل شوې.

ورته مهال اشرف غني بیا له مؤقت حکومت څخه خپله نا خوښي څرګنده کړې او ټینګار کوي، چې یوازې د ټاکنو ګټونکي ته خپله څوکۍ سپارلای ش

داهم وګورئ

ملګري ملتونه:د کرونا له کبله به دوه میلیارده خلک له خوار ځواکۍ سره مخ شي

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د کوویډ ـ۱۹ ناروغۍ د ناوړه اقتصادي اغیزو له کبله …