کور / نړۍ / امريکا د انصار الله په نوم  حوثي  ملېشه “ترهګره” ډله اعلان کړه

امريکا د انصار الله په نوم  حوثي  ملېشه “ترهګره” ډله اعلان کړه

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په يمن کې د انصار الله په نوم  حوثي  ملېشه “ترهګره” ډله اعلان کړه.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو په ټويټر کې ليکلي چې د حوثي ملېشې د درېيو مشرانو عبدالملک حوثي، بدالخليق بدرالدين حوثي او عبدالله يحيى حکيم نومونه هم د امريکا د بندېزونو په لېست شامل شوي دي.

هغه زياته کړې، دا ګام د دې لپاره اخيستل شوی چې انصار الله په يمن کې له ترهګريزو فعاليتونو راوګرځول شي او تر څنګ يې په سيمه کې د ايران د رژيم د لا ډېر ورانکاره فعاليت مخه ونيول شي.

امريکا ويلي چې د حوثي ملېشو ترهګريزو فعاليتونو کې د يمن تر پولو بهر بريدونه ، ملکي خلکو، زېربناوو او سوداګريزو بېړيو ته د ګواښونو پېښول هم شاملېږي.
د راپورونو له مخې، حوثيان د ايران له حکومت سره نږدې اړيکې پالي او له کلونو راهيسې په يمن کې د سعودي عربستان او متحدانو له ملاتړ برخمن حکومت سره په جګړه بوخت دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د دې ترڅنګ په يمن کې د ارامۍ ټينګښت او د دغه هېواد چارو کې د ايران د لاسوهنو د بندېدو غوښتنه هم کړې ده.

داهم وګورئ

روغتیا نړیوال سازمان: ښايي د کورونا وبا دویم کال به د لومړي کال په پرتله لا سخت وي

د روغتیا نړیوال سازمان د کورونا د نوې بڼې ویروس د پراختیا له امله خبرداری …