کور / نړۍ / امام علي رحمان یوځل بیا د تاجیکستان جمهور رییس شو

امام علي رحمان یوځل بیا د تاجیکستان جمهور رییس شو

د تاجیکستان د جمهوري ریاست د ټاکنو د پایلو د اعلان له مخې ،امام علي رحمان یوځل بیا ددغه هېواد د جمهور رییس په توګه ټاکل شوی دی.

د راپور له مخي،د تاجیکستان د جمهوري ریاست ټاکنې تیره ورځ ترسره شوي او پر شرایطو برابر ۷۰ سلنه خلکو پکې ګډون وکړ.

«راشا ټوډی»په خپل راپور کې راوړي دي چې د تاجیکستان د ټاکنو مرکزې کمیټې نن سهار(تلې۲۱) اعلان وکړ چې ددغه هېواد جمهور رییس «امام علي رحمان»  د ۹۰.۹۲ ټاکنیزو رایو په ترلاسه کولو سره د خپلې پینځمې دورې ولسمشرۍ لپاره بریالی شوی دی.

په ټول تاجیکستان کې په ۶۸ ټاکنیزو حوزو او ۳۳۷۵ رایه اچونې مرکزونو کې خلکو رایه ورکړي ده.

په دغه ټاکنو کې د تاجیکستان د خلق دیموکراتیک ګوند نوماند امام علي رحمان د کرکیلې د ګوند د نوماند رستم لطیف،سوسیالیست ګوند د نوماند عبدالحلیم غفارف ،د اصلاحاتو د ګوند د نوماند رستم رحمت زاده او د کمونیست ګوند د نوماند عبدالله اف سره سیالي ترسره کړه.

 

داهم وګورئ

باجوړ ایجنسۍ

باجوړ ایجنسۍ کې دوه پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګه وايي، چې د ډېورنډ کرښې ته نېږدي د باجوړ …