کور / لوبی / افغان کرکټ لوبډله اماراتو ته روانه شوه
افغان کرکټ

افغان کرکټ لوبډله اماراتو ته روانه شوه

د افغانستان او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ ټاکل شوې، د روانې جنورۍ میاشتې په وروستۍ اونۍ کې درې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې د عمان پر ځای په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

ټاکل شوې چې د افغانستان او ایرلنډ ملي لوبډلې دوه اونۍ وروسته درې نړیوالې یوې ورځینۍ لوبې تر سره کړي.

له دې مخکې په پام کې وه چې د کرونا ویروس د لګېدلي بندیزونو له کبله د متحده عربي اماراتو پر ځای عمان کې دغه لوبې ترسره شي خو د کرکټ بورډ په وینا دغه پرېکړه تېره ورځ بدله شوه.

یادې لوبې د افغانستان په کوربتوب ترسره کیږي.

له هغه وروسته چې نړۍ او افغانستان کې کرونا ویروس خپور شو د نورو څانګو تر څنګ ورزش او په ځانګړې توګه د کرکټ لوبې هم ټکنۍ شوې.

د کرونا وبا خورېدو او د شااوخوا یو کلن ځنډ وروسته دا لومړی ځل دی چې د افغانستان ملي لوبډله په یوې نړیوالې لوبې کې سیالي کوي.

له دې مخکې کرکټ بورډ ویلي چې دا لوبې د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام ته د غواروي سیالیو پیل دی چې د ۱۲ لوبډلو تر منځ به اته غوره ټیمونه دغه جام ته لاره پیدا کړي.

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

ننګرهار او لغمان ګرېډ تري لوبو ته لوبډلې اعلان کړې

د کرکټ بورډ مسوولانو تېرماښام وویلې چې ټاکل شوې د جنورۍ په ۲۲ مه دریمه …