کور / لوبی / افغان ملي لوبډلې د زمبابوې لوبډله په ۴۸ منډو ماته کړه
لوبډلې

افغان ملي لوبډلې د زمبابوې لوبډله په ۴۸ منډو ماته کړه

د افغانستان دکرکټ ملي لوبډلې د چهارشنبې ورځ زمابوې لوبډلې سره د شل اوریزه سیالیو لوبلړۍ پیل کړه چې د رحمان الله ګُربز بهترینې توپوهنې سره یې د لوبلړۍ لومړۍلوبه وګټله.

د افغانستان لپاره رحمان الله ګربز تر ټولو ډېرې ۸۷ منډې جوړې کړې چې همدې ډېرو منډو له کبله زمبابوې لوبډلې ته یې د ۱۹۸منډو (ستر هدف) ورکړ.

رحمان ګربز سره کریم جنت ۲۶، اصغر افغان ۵۵، محمد نبي او راشد خان دواړو ۷ منډې وکړې.

په ځواب کې زمبابوې لوبډلې توپوهنه پیل کړه، زمبابوې لوبډلې د ۷ لوبغاړو په زیان سره یوازې ۱۵۰ منډې وکړې، چې په دې سره یې د ۴۸ منډو په توپیر سره یې ماتې وخوړه.

په توپ اچونه کې راشدخان ۳، کریم جنت ۲ او فرید احمد هم دوه ویکټې ترلاسه کړې.

د دې سیالیو غوره لوبغاړی رحمان الله ګُربز وټاکل شو

دویمه شل اوریزه لوبه به د مارچ میاشتې په ۱۹مه نېټه(راتلونکې جمعې ورځ) ترسره شي.

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

هند له انګلستان نه لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ وګټله

د هند او انګلستان کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د هند په کوربتوب د ۳ …