کور / نړۍ / افغان طالبانو د قطر او سعودي عربستان ترمینځ له جوړ جاړۍ هر کلی کړی

افغان طالبانو د قطر او سعودي عربستان ترمینځ له جوړ جاړۍ هر کلی کړی

د کويت په منځګړتوب د سعودي عربستان او قطر ترمنځ له درېيو کلونو وروسته اړيکې عادي شوې او ترمنځ يې روغه جوړه شوې ده.

د کویټ د بهرنیو چارو وزیر شیخ «احمد ناصر المحمد الصباح» وړمه ورځ په یوه تلویزوني وینا کې اعلان وکړ چې پر قطر تپل شوې محاصره نوره ماته شوې او په ځانګړي ډول یې له سعودي سره ځمکني، سمندري او هوايي سرحدونه پرانیستل شول.

وروسته له هغه چې د خلیجي همکاریو سازمان غړو هیوادونو له درې نیم کلن پرېکون وروسته له قطر سره تړلې لارې بیا ځلې پرانیستې او د جوړجاړي اعلان یې وکړ؛ طالبانو په یوه اعلامیه کې له دې ګام هرکلی کړی او د اسلامي نړۍ لپاره یې پر ځای او ښه اقدام بللی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «ډاکټر محمد نعیم» پر خپل ټويټر لیکلي، چې د قطر او سعودي عربستان تر منځ جوړجاړی د ټولې اسلامي نړۍ په ځانګړي ډول د قطر او سعودي عربستان د ولسونو لپاره یو ښه او ضروري اقدام دی چې طالبان ترې هرکلی کوي.

د نعیم په خبره، «اسلامي امارت» باور لري چې د ټولو ستونزو د هواري لپاره مذاکره او تفاهم یوه ښه وسیله ده، ټول هيوادونه بايد اختلافات د خبرو او تفاهم له لاري حل کړي.

له قطر سره د خلیجي هیوادونو سازمان د نورو غړو د اړیکو د عادي کېدو تر اعلان وروسته تېره ورځ په ریاض کې د یاد سازمان سرمشریزه غونډه راوبلل شوه، چې د قطر په استازیتوب پکې د یاد هیواد امیر «شیخ تمیم بن حمد آل ثاني» برخه واخیسته.

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

روغتیا نړیوال سازمان: ښايي د کورونا وبا دویم کال به د لومړي کال په پرتله لا سخت وي

د روغتیا نړیوال سازمان د کورونا د نوې بڼې ویروس د پراختیا له امله خبرداری …