د افغان فلمونو ادارې مشره وايي صحرا کریمي وايي، چې لومړي ځل لپاره افغانستان کې د لاجورد په نامه د فلمونو ملي جشنواره پیلیږي.
دغې جشنوارې ته د نیږدې ۲۰۰ بېلابېلو افغاني فلمونو نوملیکنه شوې چې ۵۰ فلمونه به یې سیالۍ ته کېښودل شي.
د افغان فلم اداره وايي دغه جشنواره به افغانستان کې د سینما ځپل شوي صنعت ته له سره وده ورکړي.
صحرا کریمي په وینا تر ټولو مهمه دا ده چې لیدونکو ته د جوړ شویو فلمونو ښوونه کیږي. موږ غواړو له دې لارې خپل خلک د فلم لیدو ته وهڅوو.”
اغلې کریمي وايي چې د یادې جشنوارې مالي ملاتړ د خصوصي سکټور له خوا کیږي.
د لاجورد جشنواره درې ورځې وروسته پلیږي چې د لسو ورځو لپاره به دوام ورکړي.
د افغان فلم د معلوماتو پر بنسټ له دې مخکې افغانستان کې د فلمونو کومه ملي جشنواره نه ده ترسره شوې.
(سحرخبرونه)