کور / افغانستان / افغانستان کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر تر ۲۵ زره واوښت

افغانستان کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر تر ۲۵ زره واوښت

د عامې روغتیا وزارت وایي،په هېواد کې د کورونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر تر ۲۵ زره واوښت.

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ننګرهار، کونړ او نورستان کې د کرونا ویروس ۳۰ تازه مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست وايي، له دغو پېښو څخه ۲۲ په ننګرهار، ۴کونړ او ۴ نورستان کې ثبت شوي.

کندز کې د کرونا ویروس ۱۱۶ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې.

د کندز عامې روغتیا ریاست وایي ددې سره کندز کې ټول ۳۰۸ مثبتې پېښې شوې.

د عامې روغتیا وزار چارواکو په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل چې خلکو د اختر په ورځو کې ټولنیز واټن نه و مراعات کړی چې له همدې امله د کرونا مثبتې پېښې ډېرې شوې وي او په روغتونونو کې ګڼه ګوڼه وه.

 

داهم وګورئ

مایک پمپیو : امریکا له افغانستان سره د کال شپږ سوه میلیونه ډالر مرسته کوي

امریکا وايي له افغانستان سره یې نیمايي مرستې د سولې په برخه کې په پرمختګونو …