د افغانستان کرکټ بورډ د ای سي سي نړیوالو کرکټ جام لپاره لوبډله اعلان کړه.
د افغانستان کرکټ بورډ په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د غوراوي کمېټې ۲۰۱۹ میلادي کال د یو ورځنیو نړیوال جام سیالیو لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
د کمیټې مشر دولت خان احمدزی وايي، کابو شپږ میاشتې کېږي چې د ای سي سي نړیوالو لوبو لپاره د لوبډلې چمتووالی روان دی او ځینې ستونزې وې چې په دې موده کې حل شوي دي.
له دې سره د کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر اصغر افغان نوي لوبډلمشر ګلبدین نایب ته رسما مسؤليت وسپاره.
په اعلامیه کې راغلي چې د لوبغاړو پهدې نوملړ کې:
لوبډلمشر ګلبدین نائب،شهزاد محمدي،نور علي ځدراڼ،حضرت الله ځاځی،رحمتشاه،اصغر افغان،حشمتالله شهیدي،نجیبالله ځدراڼ،سمیع الله شینواری،محمد نبي،راشدخان ارمان،دولت ځدراڼ،افتاب عالم،فتاب عالم،حمید حسن،او مجیب ځدراڼ شامل دي.
کرکټ نړیوال جام د مې له ۳۰مې د جولای تر ۱۴مې په انګلېنډ او وېلز کې ترسره کېږي.
(سحرخبرونه)