کور / لوبی / د افغانستان او ایرلنډ کرکټ لوبډلو ترمنځ د یو ورځنو لوبو لړۍ مساوي پای ته ورسېده
لوبو لړۍ

د افغانستان او ایرلنډ کرکټ لوبډلو ترمنځ د یو ورځنو لوبو لړۍ مساوي پای ته ورسېده

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې له ایرلنډ سره د یو ورځنو لوبو لړۍ کې ایرلنډ لوبډلې د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې ته په پنځو وېكټو ماتې وركړه.

پنځمه لوبه شنبې په ورځ ترسره کړه ایرلنډ دغه لوبه د ۵ ویکټو په توپیر وګټله او په دې سره دا لړۍ د د واړو هېوادونو ترمنځ ۲ـ۲ په مساوي توګه پایته ورسېده.

افغان لوبډلې په ټاكل شوو ۵۰ اورونو كې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۶ منډې وكړې.

او ايرلنډۍ لوبډلې ته يې ۲۱۷ منډې هدف وټاكه، خو د ايرلنډ لوبډلې وركړل شوى،چې ایرلنډ په ۴۸ اور کې د ۵ لوبغاړو له سوځېدو سره ورکړل شوې موخه پوره کړه.

د افغانستان د لوري لوبډلمشر اصغر افغان تر ټولو ډېرې ۸۲ منډې وکړې، محمد نبي ۴۰ او راشد خان بیا ۳۵ منډې وکړې.

د ایرلنډ له لوري پال سټرلنګ ۷۰ منډې وکړې، بالبرني ۶۸ او کیون اوبراین ۳۳ منډې وکړې.

د افغانستان له لوري ظاهر خان ۲، راشد خان، مجیب الرحمن او محمد نبي بیا یوه یوه ویکټه ترلاسه کړه.

ټاکل شوې دواړه لوبډلې یوه ټسټ لوبه هم سره ولري.

(سحرخبرونه)

داهم وګورئ

د پرتګال فوټبال فدراسیون :کریسټیانو رونالډو  په کرونا ویروس اخته شوی دی

د پرتګال هیواد د فوټبال ملې لوبډلمشر  او یوونټوس کلب تکړه او نامتو لوبغاړی کریسټیانو …