د افغانستان د وحدت اسلامي ګوند مشر کریم خلیلي پاکستان ته رسېدلی دی.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق وايي، استاد کریم خلیلي به په دې سفر کې
د پاکستان له لومړي وزیر عمران، د پارلمان له رییس، د بهرنیو چارو له وزیر سره وګوري. .
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې کریم خلیلي به له پاکستاني چارواکو سره له
نږدې وګوري او د افغان سولې تر څنګ به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر لا پراختیا خبرې او بحثونه وکړي.
اعلامیه زیاتو چې کریم خلیلي به د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سربېره له نور چارواکو سره وویني.
پاکستان په خپلې اعلامیه کې له افغان سولې پروسې څخه ملاتړ ښودلی او په دې برخه کې د خپلو هڅو ډاډ ورکړی دی.
افغان حکومت تر اوسه پاکستان ته د محمد کریم خلیلي د سفر په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار هم سفرونه کړي و.
(سحرخبرونه)