کور / نړۍ / اسرایېل د ایران د پوځ پر کیښتۍ برید کړی

اسرایېل د ایران د پوځ پر کیښتۍ برید کړی

راپورونه وایي په سره بحیره کې د اریتریا سواحلو ته نېږدې د ساویز په نوم د ایران د سپاه پاسداران د پوځ پر یوه کیښتۍ اسرایېلي کمانډویانو برید کړی.
د العربیه تلویزیون د خپلې سرچینې له خولې ویلي، چې په دې برید کې اسرایېلي کمانډویانو د ایران په دې کیښتۍ پورې یو مقناطیسي ماین نښلولی.
د همدې سرچینې پر وینا د برید له امله کیښتۍ ډوبه شوې نده، خو خو ډېر زیان یې لیدلی. ویل کېږي ځینو اسرایېلي سرچینو برید منلی. تر اوسه په دې برید کې د مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ویل شوي.
ایراني رسنیو د برید تایید کړی. د تسنیم خبري اژانس پر وینا یاده کیښتۍ له څو کلونو راپدېخوا په سره بحیره کې ځای پر ځای شوې وه او د سوداګریزو کیښتیو د امنیت ساتنه یې کوله. دواړو هېوادونو تر اوسه ددې برید په اړه رسمي څرګندونې ندي کړي.
د ایران او اسرایېلو له لوری د یو او بل پر کیښتیو بریدونه مخ په ډېرېدو دي.
نېږدې یوه میاشت وړاندې د مدیترانې په ختیځ کې د ایران پر یوه تېل وړونکې کیښتۍ برید شوی و، خو اسرایېلو په دې پېښه کې د لاس لرل رد کړي وو.
له یاد برید دوه اونۍ وړاندې د عمان په ساحل کې د اسرایېلو پر یوه تېل وړونکې کیښتې باندې هم برید شوی و، چې د اسرایېلو لومړي وزبر یې پړه پر ایران ور اچولې وه، خو ایران په یاد برید کې لاس لرل رد کړي وو. اسرایېلي چارواکو د خپلې کیښتۍ د غچ اخیستو ګواښ کړی و.

داهم وګورئ

سوډان کې د نښتو له امله ۹۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د سوډان د روغتیا کمېټې اعلان کړی …