د افغانستان نمتو سندرغاړي اریانا سعید وايي که د طالبانو خوښه وي زه ورته کنسرت جوړوم او سندرې ورته وايم.
دا څرکندوني نوموړۍ افغانستان د ستراتيژيکو مطالعاتو د انيستېتوت او نوروز راديو په جوړه سوې انلاين غونډه کې وکړي.
د اریانا سعید په خبره د افغانستان سوله او د ښځو حقوق” تر عنوان لاندې جوړه سوې وه ،د طالبانو سره د افغان حکومت د سولې تر تړون وروسته د ښځو د حقونو د ساتنې او د دوی په وړاندې د تهديدونو په اړه بحث وسو.
په دغه غونډه کې د ولسي جرګې د ښځو چارو او بشرحقوقو رئيسې ناهيد فريد، د سکاټلينډ د پارلمان پخوانۍ غړې آن مک تاګارت، په کابل کې د ملګرو ملتونو ددفتر مرستيالې آلیسون دويدان،څانګې صديقي، د انګلستان د ماليې وزيرې او د پارلمان غړي اناليز دادز ، د افغانستان د بشرحقوقو خپلواک کميسون رئيس شهرزاد اکبر ، او د بشر د حقونو فعالې او سندرغاړې اريانا سعيد ګډون کړی وو.
د غونډې د ګډونوالو ترڅنګ اريانا سعيد هم خپل نظر وړاندې کړ او دا هيلمندي يې وښودله چې طالبان د خپل پخواني رژيم په څېر نظر او مفکوره ونلري.
اريانا ويلې چې په تېرو دوو لسيزو کې افغان مېرمنې ډېرې لاسته راوړنې لري او طالبان نسي توانېدلای چې د تېر په څېر هغوی له منځه يوسي،هغه وخت رارسېدلی چې ښځې د يو بل په مرسته د وروستيو دوو لسېزو لاسته راوړنې وساتي.
(سحرخبرونه)