کور / افغانستان / ارزګان : ۲۸ افغان سرتېري د وسله وال طالبانو له خوا وژل شوي

ارزګان : ۲۸ افغان سرتېري د وسله وال طالبانو له خوا وژل شوي

د ارزګان ولايت ځاي چارواي وایي، دغه ولايت په ګيزاب ولسوالۍ کې ۲۸ افغان سرتېري وسله‌والو طالبانو ته تر تسليمېدو وروسته وژل شوي.

خو طالبانو یاد تورونه رد کړي او په خبره يې، وژل شویو عسکرو له تسلیمي ډډه کوله چې له امله یې په مخامخ جګړه کې ووژل شول.

د طالبانو ویاند «قاري یوسف احمدي» په همدې تړاو پر ټویټر لیکلي « د دایکندي په ګیزاب ولسوالۍ کې د مخامخ جګړې په مهال د مزدور دښمن ۲۸ عسکر او اربکیان وژل شوي.داچې دښمن ادعا کوي یاد کسان له تسلیمۍ څخه وروسته وژل شوي حقیقت نه لري.»

بلخوا د ارزګان د والي وياند زړګي عبادي وايي، دغه پېښه د دوشنبه په ورځ د دغه ولايت په ګيزاب ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

عبادي زياته کړه، وسله‌والو طالبانو له ۲۸ سرتېرو سره چې د دوی په محاصره کې کې وو، ژمنه کړې وه چې له تسليمېدو وروسته به يې خوشي کوي او خپلو کورونو ته به يې لېږي او يوازې له دوی وسله اخلي.

افغانحکومت داسې مهال طالبان د تسلیم شویو عسکرو په وژلو تورنوي، چې په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو برخو کې طالبانو ته د تسلیميدونکو دولتي منسوبینو شمېره په بې ساري ډول لوړه شوې.

(سحرخبرونه)

 

داهم وګورئ

انتونیو ګوترس د غور موتر بم برید غندنه کړې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترس نن دوشنبه د تلې ۲۸ په غور ولایت کې …